خبرونهنړۍ

پاکستان کې د بېلا بېلو پېښو پر مهال ۱۵ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او سندهـ کې د بېلا بېلو پېښو پر مهال ۱۲ ته ولسي او درې شکمن کسان وژل شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د پاکستاني پولیسو تیره شپه د عملیاتو په ترڅ کې درې شکمن کسان وژلي.

پولیسو ویلي، د د غه عملیاتو موخه یې د یاد کسانو لمنځه وړل و، چې دوی په امنیتي ځواکونو د بریدونو او هدفي وژنو په ترسره کولو کې لاس درلود.

بل لور ته، د ډیره اسماعیل خان په پنیاله سیمه کې د کورنۍ دښمنۍ له امله د دوو  ډلو ترمنځ د ډزو تبادلې په پایله کې ۶ کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

دغه پېښه چې تیر مازیګر رامنځته شوې، ویل کیږي، دواړه ډلې نږدې خپلوان دي او د اوږدې مودې کورنۍ شخړې له امله دا نښته رامنځته شوه.
د یو بل خبر له مخې؛ د سندهـ په نوب شاه سیمه کې نامعلومو کسانو د ډزو په پایله کې هغه شپږ تنه وژل شوي، چې د پولیسو لخوا محکمې ته لیږدول کېدل.

ویل کیږي، دغه برید د پخوانۍ دښمنۍ له امله شوی او پولیسو قضیه تائید کړې ده.