خبرونهنړۍ

ویتنام کې د سیلانیانو کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۴ تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ په ویتنام هېواد کې د خراب موسم له امله کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې ۳۴ کسان مړه شوي.

د بهرنیو رسنیو په وینا، دا پېښه د ویتنام په مشهور سیاحتي سیمه هالونګ خلیج کې رامنځته شوې.

د را پورونو له مخې؛ په ناڅاپي ډول د موسم خرابیدو له امله د سیلانیانو کښتۍ ډوبه او ۳۴ تنه په کې مړه شوي دي.

د راپور له مخې، په ډوبه شوې کښتۍ ‘ونډر سي’ باندې د عملې د ۵ غړو په ګډون ټولټال ۵۳ کسان سپاره وو، چې له دې جملې څخه ۱۱ کسان ژغورل شوي، خو ۸ کسان لا هم ورک دي.

د بهرنیو رسنیو په وینا، په کښتۍ سپاره زیاتره کسان د ویتنام اوسیدونکي وو او دوی د پلازمینې هانوي څخه د سیاحت لپاره راغلي وو.