خبرونهسیمهنړۍ

په جنوبي وزیرستان کې ۷ پاکستاني پولیس تښتول شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د پاکستان د خیبر پښتونخوا اړوند په جنوبي وزیرستان سیمه کې د دوو ځايي پولیس پوستو (تهاڼو) ۷ پوليس نادرکه شوي دي.

د ځایي پوليسو مشر ارشد خان رسنيو سره خبرو کې دا خبر تایید کړی دی.

د ځايي پوليسو مشر ويلي ۳ پوليس د لدها پولیس پوستې او ۴ پوليس د سروکۍ پوستې منسبوبین وو چې د ګذمې پرمهال نادرکه شوي دي.

دی وايي، د پوليسو د درک معلومولو لپاره يې د پلټنې عملیات پيل کړي خو تر اوسه هېڅ معلومات نه دي خپاره شوي.