افغانستانخبرونه

تهران کې یوه افغان مېرمن له خپلو درېیو بچیان سره وژل شوې

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د ایران په پلازمېنې تهران کې یوه ۲۵ کلنه افغانه مېرمن له خپلو درېیو کوچینو ماشومانو سره وژل شوې ده.

نوموړي سازمان شنبه د زمري پر ۴مه راپور ورکړی چې دا پېښه شاوخوا لس ورځې وړاندې د تهران په «مرتضی‌ګرد» سیمه کې شوې ده.

د راپور له مخې، مېرمن د چړو په ګوزارونو وژل شوې او ماشومان یې زندۍ شوې دي.

د ماشومانو عمرونه د دوو او پنځو کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د دې مېرمنې جسد له پېښې لس ورځې وروسته له پولیسو سره د سیمې اوسېدونکو په مرسته موندل شوی دی.

ویل شوي چې دا ښځه د یوه افغان دویمه مېرمن وه چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راستون شوی او ځوانې مېرمنې او ماشومانو یې په یوه اجاره کړي کور کې ژوند کاوه.

دا په ایران کې یوازې د یوې افغانې مور وژنه نه ده. له دې مخکې هم په تهران کې یو بله افغانه چې کبرا رضايي نومېده، په بې‌رحمانه توګه وژل شوې او جسد یې ټوټه ټوټه شوی و.