
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پیرو هېواد پلازمینه لیما څخه لامرسید سیمه کې مسافر وړونکی بس له لوړ ځای څخه یوې درې ته غورځیدلی، چې په پایله کې ۱۸ تنه مړه او دیرش نور ټپیان شوي دي.
د محلي چارواکو په وینا، په بس کې له ۶۰ څخه زیات مسافر سپاره وو، او د یاد هېواد د پلازمینې لیما څخه لا مرسید ته د تلو پر مهال په تنګ او پیچلي سړک د تګ له امله یاده پېښه رامنځته شوې ده.
په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د چارواکو په وینا، د پېښې لامل تر اوسه نه دي معلوم شوي، خو په دې اړه یې تحقیقات روان دي.