
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند اترخنډ ایالت په هریدوار ښار کې د یوه مندر په دننه د ګڼې ګوڼې له امله ۶ کسان وژل شوي او له څلوېښتو زیات نور ټپیان شوي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د هریدوار په منسا دیوي مندر کې رامنځته شوه، چې په دې پېښه کې ۶ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
د هندي چارواکو په وینا، د ګڼې ګوڼې پېښه د مندر پر لور د تلو په زینو باندې رامنځته شوه، چې د پېښې له ځایه تر اوسه ۳۵ تنه ټپيان لیږدول شوي دي.