خبرونهنړۍ

اسرائیلي پوځ د غزې په درېیو سیمو کې د پوځي عملیاتو د وقفې اعلان کړی دی. 

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د بهرني خبري اژانس په وینا، له نن څخه د غزې په درېیو سیمو کې به هره ورځ د پوځي عملیاتو لپاره ۱۰ ساعته وقفه وي. 

د اسرائیلي پوځ په وینا، المواصي، دیر البلاح او غزه ښار کې به هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو څخه تر ماښام ۸ بجو پورې د پوځي عملیاتو وقفه وي. 

له بلې خوا، د اسرائیلي پوځ لخوا پر غزې باندې ظالمانه بریدونه دوام لري.

د اسرائیلي بریدونو په پایله کې په المواصي کې ۵ او په دیر البلاح کې ۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

بلخوا د اسټرالیا لومړي وزیر ویلي، په غزه کې د خوراکي توکو د رسولو مخنیوی د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، خو موږ اوس مهال د فلسطین په رسمیت پېژندلو په اړه فکر نه کوو.