خبرونهنړۍ

امریکا د ۲۰۲۵م کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د سوداګریزو تعرفو له لارې ۸۷ میلیارد عواید تر لاسه کړي

کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د خزانې وزارت په وروستي راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري څخه تر جولای پورې امریکا د تعرفو لارې له ۸۷ میلیارده ډالرو څخه زیات عواید ترلاسه کړي، چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۷۹ میلیارده ډالر ډیر دي.

 دا غیر معمولي زیاتوالی د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې ولسمشرۍ پیلولو وروسته رامنځته شوی.

ټرمپ د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا د ازادې سوداګرۍ پالیسي پرېښودلې او پر بېلابېلو هېوادونو او محصولاتو باندې درنې تعرفې لګولې دي. 

   تر اوسه امریکا د څو هېوادونو سره نوي سوداګریز تړونونه کړي، چې له مخې یې پخوانیو نرخونو په پرتله پرې ډېرې لوړې تعرفې لګول شوې دي. 

په ۲۰۲۲ کال کې د تعرفو له لارې ترلاسه شوې عواید میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو، خو سږ کال یاد هدف په نږدې ۶ میاشتو کې پوره کېدونکی دی.

ټرمپ ادعا کړې چې د هغه لګول شوې پراخه تعرفې به امریکا بیا “عظیمه او شتمنه” کړي.