
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
امو لوبډلې د شپږیزه لیګ لسم پړاو سياليو د پایلوبې په ګټلو سره د دویم ځل لپاره د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.
امو نهنګان لوبډلې د مس عینک اتلانو ته په ماتې ورکولو دغه بریا خپله کړه.
د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ چې د جولاي په ۱۹مه د پنځو لوبډلو په ګډون پيل شوې وې او ټاکل شوې وه چې د اګسټ په لومړۍ نېټه يې پايلوبه ترسره شي خو کرکټ بورډ په يوه تازه پرېکړه کې پایلوبه نن ته رامخته کړه او د امو نهنګان او مس عینک اتلان لوډلو ترمنځ دا سیالي د سهار په لسو بجو د کابل په کرکټ نړیوال لوبغالي کې پيل شوه.
په یاده لوبه کې آمو نهنګان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یی وکړه.
مس عینک اتلان لوبډلې په خپله پاڼۍ کې د ۱۶،۲ اورونو په لوبولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۲۱ منډې يې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يې د ۱۲۲ منډو هدف ورکړ. د مس عینک لوبډله کې رحمان الله ګربز ۴۸ منډې وکړې او نور لوبغاړي په لږو لږو منډو وسوځېدل.
د آمو نهنګان لوبډلې لوبډلمشر عظمت الله عمرزي څلور او عبدالله احمدزي د مس عینک لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.
آمو نهنګان لوبډلې د حسن عیسی خېل ۵۰، نورالرحمن ۳۵ او د اسحاق رحیمي ۲۶ منډو پرمټ ټاکل شوی هدف د ۲ ویکټو په زیان پوره کړ او مس عینک ته د ۸ ویکټو او ۴۴ توپونو په توپېر په ماتې ورکولو یی پرلپسې دوهم ځل لپاره د شپږیزه لیګ اتلولي وګټله.