افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې لومړي ځل د امونو ونو حاصلات ورکړي

کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د کانال رياست چارواکي وايي په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ام ونې کېنول شوي چې سږکال يې په لومړي ځل حاصلات ورکړي او ښه پايله يې درلوده.

د ننګرهار د کانال رياست په يوه اعلامیه کې ويلي چې دغه ام بوټي د هډې فارم پورې اړوند قوریه کې ازمایښتي کرل شوي وو چې ښه وده یې کړې او اوس یې حاصل د تخنیکي او مسلکي اصولو پر بنسټ راټول شو.
د کانال ریاست د رسنیز دفتر په وینا، د دغه ام خوند او ذایقه د بازار له نورو امونو څخه زیاته ده او تمه ده چې د همدې ښه کېفیت له امله راتلونکي کې ښه بازار پیدا کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د ام حاصلاتو بریالۍ نتیجه د دې لامل شوه، چې ننګرهار کانال ریاست د خپلو اړوندو قوریو او فارمونو په کچه د ام کرلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا لړۍ نوره هم پراخه کړي.