خبرونهنړۍ

پر غزې د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۱۰۶ فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلي ځواکونو د غزې په بېلا بېلو سیمو په تازه بریدونو کې ۱۰۶ فلسطینیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، په وژل شویو ۱۲ تنه هغه کسان دي، چې د غزې ښار جنوب کې د مرستو تر لاسه کولو په موخه را ټول شوي وو، په دغه برید کې ۹۰ نور ټپیان شوي هم دي.

د دغه  وزارت په وینا، دوه ماشومان او یو کس بیا د “قحطۍ او خوارځواکۍ” له امله مړه شوي دي چې په دې سره غزه کې د لوږې له امله د مړو شمېر ۱۶۲ ته ورسېد چې ۹۲ یې ماشومان دي.

د راپور پر اساس، نن سهار هم په غزه کې د اسراییلي بریدونو کې  ۲۱ فلسطینیان وژل شوي چې ۱۲ یې مرسته غوښتونکي دي.

د غزې پر وړاندې د اسراییل جګړه کې لږ تر لږه ۶۰ زره او ۳۳۲ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۴۷ زره زیات ټپیان شوي دي.