افغانستانخبرونه

اسرائیلو غزه کې د سرې میاشتې پر دفتر برید کړی

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د فلسطین سرې میاشتې ټولنه وایی، چې اسرائیلو په خان یونس ښار کې د دې ټولنې پر مرکزي دفتر برید کړی.

دغه ټولنه زیاتوي، چې د دغه برید له امله د دې ټولنې یو کارکوونکی وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ورته مهال تېره ورځ غزه تړانګه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له کبله ۵۷ فلسطینیان وژل شوي، چې له دې ډلې ۳۷ تنه د مرستو وېش مرکزونو ته څېرمه په نښه شوي دي.