افغانستانخبرونه

افغانستان کې د لوږې بحران ورځ تر بلې ډیریږي

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان WFP اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې د لوږې بحران د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې ژوریږي.

دغه سازمان نن پر اېکسپاڼه ویلي، ښځې، ماشومان او بیرته راستنېدونکي تر ټولو زیانمنو کسانو څخه دي او راتلونکو شپږو میاشتو کې د اړمنو افغانانو وضعیت ته د رسېدو لپاره ۵۳۹ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د خوړو نړیوال سازمان په وینا، افغانستان لاهم نړۍ کې د لوږې تر ټولو شدید بحران تجربه کوي.

د خوړو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي: «افغانستان د خوارځواکۍ لوړه کچه تجربه کوي، لکه څنګه چې وړاندوینه کیږي، روان ۲۰۲۵ کال کې به تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۳.۵ میلیون ماشومان خوارځواکۍ سره مخ وي. دا شمېر د تېر کال په پرتله نیم میلیون زیات دی. د دې ترڅنګ، ۱.۲ میلیون اومیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې خوارځواکۍ سره مخ دي چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.»

د خوړو نړیوال سازمان اندېښنه ښوولې چې ښځې او نجونې تر نوورو ډېر د لوږې بحران منفي پایلو سره مخ دي، ځکه هغوی څنګ ته کړل شوي دي.

د خوړو نړیوال سازمان په وینا، هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکوي چې د ښځو له لوري یې سرپرستي کیږي.