
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ د اسرائیلو په تازه بریدونو کې غزه کې ۹۸ تنه فلسطینیان وژل شوي او دغه راز ۷ تنو نورو د خوړو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسرائیلي پوځ د بریدونو په ترڅ کې نن سهار ۳۶ نور فلسطینیان وژلي، چې په کې دیارلس مرستو تر لاسه کولو په موخه انتظار فلسطینیان هم شامل دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلي پوځ د دوامدارو بریدونو له امله په یوه ورځ کې د شهیدانو شمېر ۹۸ ته ورسېد، په داسې حال کې چې له زرو څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې تر اوسه ۶۰,۴۳۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۴۸,۷۲۲ کسان ټپیان شوي دي.
عربي رسنیو په خپل راپور کې ویلي، په غزه کې د لوږې د شدت له امله د یو ماشوم په ګډون ۷ نور فلسطینیان مړه شوي، چې له دې سره په غزه کې د غذايي کمښت له امله د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۱۶۹ ته ورسېد.