د طالبانو څلور کلن ظلم؛ له نظامه د ښځو محرومیت

کابل ټیلیګراف – ۱۲زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو په داسې حال کې چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د اګسټ په ۱۵مه واک ته د بیاځلي رسېدو جشن ونمانځي په هېواد کې يې له سیاسي، ښوونيز او ټولنيز نظام څخه د مېرمنو د محرومیت په دوام سره د ښځو د ځپلو هڅې لا ګړندۍ کړې دي.
په تېرو څلورو کلونو کې نه يوازې د دغو محدویتونو د کمښت څرک لیدل شوې بلکې ورځ تر بلې پر ښځمنو د محدودیت کړۍ راتنګه شوې ده.
پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په اړه نړیوالو فشارونو ته د ښځو هیلې هم همداسې هیلې پاتې شوي دي.
د ملا هیبت الله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو ډله چې د اسلامي شریعت به نوم يې په هېواد کې سخت قوانین او اصول رامنځته کړي دي، هره ورځ له ټولنې او د ژوندانه له چارو څخه ښځې لرې کوي.
د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دا سخت دريځي په يویشتمه پېړۍ کې په هېڅ اسلامي او غیر اسلامي هېواد کې نه لیدل کېږي.په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د وخت په تېرېدو سره د ښځو پر وړاندې دريځونه نرم شوي او په سیاسي برخه کې ورګډې شوې دي.
د اسلام د ظهور مرکز سعودي عربستان اوسمهال په اسلام کې د ښځو د سیاسي ونډې لپاره ښه مثال ګرځېدلی چې د ولیعهد محمد بن سلمان په تازه اصلاحاتو کې ښځه د ټولنې د پرمختګ او په اقتصادي برخه کې ونډه واله شوې ده. په ننني سعودي عربستان کې ښځې د موټر چلولو، ورزش کولو او له حکومتي ملاتړه برخمنې دي. دغې چارې د اسلام د ظهور مرکز کې د ښځو د ونډې لپاره يو تازه فصل پرانیستی دی؛ خو طالبان نه يوازې دا چې دغه لاره نه خپلوي بلکې دا غیر شرعي کړنه ګڼي.
د طالبانو مشرانو تر ډېره په مدرسو کې دیني زده کړې کړي چې د کم نظرۍ له امله په سیاست، ټولنه او ژوند کې د ښځو له ګډون سره مخالفت څرګندوي او ښځې یوازې د کور مېرمنې او د ماشومانو روزونکې پېژني. دا ډول لید لوری په اوسنۍ عصري او د مصنوعي ځیرکتیا په زمانه کې نه یوازې دا چې ناکامه ده بلکې ټولنه وروسته پاتې راولي.
په تېرو څلورو کلونو کې ولیدل شول چې دغې ډلې د ښځو او نجونو د زده کړو برخه کې له خپل دريځ نه اوړي او هېڅ نرمښت يې نه دی ښودلی او د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې په کړنلاره کې د مثبتو تغیراتو راتلو هيله په صفر کې ده.
پر دې سربېره هره ورځ په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېرېږي او پر دوی حلقه راتنګېږي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په دې وروستيو کې د ښځو د ځپلو تازه لړۍ پيل کړې ده. يوازې په تېره میاشت کې د امربالمعروف محتسبانو لسګونه ښځې او نجونې د کابل ښار له واټونو راټولې کړي او بیا يې د کورنيو په ضمانت خوشې کړې دي چې دغې کړنې ته يې د حجاب نه مراعتول دلیل یاد کړی دی.
يو شمېر پخوانيو مېرمنو ته د طالبانو دغې کړنې په ۹۰يمه لسیزه کې د طالبانو په تېر نظام کې د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې ظلمونه ور یاد کړي چې په عام محضر کې يې هڅه ښځې وهلې چې څادري يې نه په سر کوله او یا هم له محرم پرته بهر تللې.
طالبان په داسې حال کې د خپلې بریا د څلورمې کلیزې لپاره چمتوالی نيسي چې له دومره بشري سرغړوونو سره بیا هم توانیدلي جې د سییمې يو شمېر هېوادونو سره ښې اړیکې رامنځته کړي او ځينې يې په رسميت وپېژني، هغه څه چې دغې ډلې ته سیاسي مشروعیت ورکوي.
په داسې حال کې چې اوسمهال طالبان کومه مخالفه قوي وسله واله ډله لري او نه هم په يوه ټغر راټول سیاسي مخالفین لري، طالبان دې پايلې ته رسېدلي چې له همدغې موقع په ګټې اخېستو کولی شي چې پر افغانستان د جبر حکومت ته دوام ورکړي.
خو د طالبانو تېر نظام ته په کتو داسې ښکاري چې به هېواد کې هېڅ داسې نظام چې په زوره راغلی وي او په زوره حکومت کوي، د تل پاتې کېدو هیله مندي یې تر ډېره نشته او ښايي، دا نظام هم د ډېر وخت لپاره دوامداره پاتې نه شي.