
کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې دوه کان کیندونکي د سورنګ د چاودنې له امله سخت ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې نورستان کې باختر اژانس خبر ورکړی، چې دا پېښه تېره ورځ (شنبه، ۱۱ د زمري) د دواب ولسوالۍ په «ماوې» کان کې را منځته شوې.
خبر کې راغلي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کارګرو د کان کیندنې پر مهال سورنګ ته چاودنه ورکوله.
باختر اژانس لیکلي، چې دواړه کان کیندونکي د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکي دي او په پېښه کې سخت ټپیان شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د دواب ولسوالۍ په ماوې کان کې د سورنګ د چاودنې له امله درې کان کیندونکي مړه او ټپیان شوي وو.