خبرونهنړۍ

اسرائیلو غزې ته د مرستو د لیږد بار ۲۲ زره موټرې درولي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د غزې حکومتي رسنیز دفتر ویلي، اسرائیلو په قصدي توګه د ۲۲ زره څخه زیاتو بشري مرستو بار موټرو مخه نیولې، ترحو غزې ته داخلې نشي.

د قطر د الجزیرې نشراتي ادارې د راپور له مخې، اسرائیلو غزې ته د مرستو بار د ۲۲ زره موټرو د ورتګ مخه نیولې، چې یاده چاره د اسرائیلو له لورې د لوږې، محاصرې او ګډوډۍ د یوه منظم پلان برخه بلل شوې ده.

رسنیز دفتر په خپل بیان کې ویلي: موږ تاییدوو چې د ۲۲ زره څخه زیات مرستندویه موټرې د غزې تړانګې په دروازو کې ولاړې دي، چې زیاتره یې د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او نورو ادارو پورې اړه لري. 

د غزې رسنیز دفتر دا وضعیت د «جګړې جنایت» په توګه بللی او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې، او ویلي یې دي چې اسرائیلي ځواکونه د غزې د اوسېدونکو پر ضد د نسل وژنې جرم نور هم زیاتوي. 

دوی غوښتنه کړې چې تر ډېره ناوخته کېدو مخکې، ټول درول شوي مرستندویه موټرې باید سمدستي او بې قیدو شرطه غزې ته پرېښودل شي، ترڅو د غزې ولسي وګړي د بحران څخه وژغورل شي.