
کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په کابل ښار کې د څارندوی بلاکونو ځینې اوسېدونکي وایي چې طالبانو پرلهپسې د وتلو په اړه خبرداری ورکړی او ځینې ان ګواښل شوي هم دي او د دوی د خپلو ملکیتونو په اړه د عدالت غوښتنه کوي.
د کابل ښار څارندوی بلاکونه د څلورمې ناحیې اړوند سرای شمالي سیمې ته نږدې موقعیت لري چې د پخواني حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت لوړو پوړیو سلګونو منسوبینو ته وویشل شو او تر اوسه پکې ژوند کوي.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان بیا ځلي واکمنان شول، ډېری هغه سیمې بېرته ونیول شوې چې پخواني حکومت خلکو ته ورکړې وې او اوس مهال یې د څارندوی بلاکونو اوسېدونکو ته هم خبرداری ورکړی چې له دغو ځایونو ووځي.
خلک د عدالت غوښتنه کوي
په دغو بلاکونو کې یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، کابل ټیلیګراف ته وویل، ورور یې پخوا د کورنیو چارو وزارت اړوند دنده درلوده او د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په دغه سیمه کې یو اپارتمان ورکړل شو.
دی وایي چې وروسته له هغې یې ورور ومړ او دی یې اوس مهال له ورېرو سره په دغه اپارتمان کې ژوند کوي.
یاد کس وایي، وروسته له هغې چې طالبان واکمنان شول، څو څو ځله ورته د وتلو امر وشو، ځینو کسانو ورکړل شوي بلاکونه پرېښي دي، خو له تېرو لسو ورځو راهیسې دغه موضوع بیخي جدي شوې او دوی ته یې د دوو اونیو لپاره مهلت ورکړی، ترڅو دغه بلاکونه تخلیه کړي.
دی وایي چې اوسنی نظام باید عدالت تامین کړي او په زور خلک له خپلو کورونو ونه باسي.
د یادو بلاکونو یو بل اوسېدونکی هم وایي چې په دغه سیمه کې اوس مهال ډېری طالبان اوسېږي، ځینې یې کرایه ورکوي، ځینې په زور ناست دي او ځینې پخواني چارواکي بیا له وېرې خپل اپارتمانونه پرې ساتي.
دی وایي چې اوس مهال دغه فشارونه تر ډېره خپلسري دي او غواړي چې په همدې بهانه خلک وباسي او خپل کسان پکې ځای پر ځای کړي.
هغه هم وایي چې طالبانو باید د خلکو زړونه لاس ته راوړي او خلک دې نه مجبوره کړي چې له دوی سره مخالفت پیل کړي.
د ده په خبره، یاد بلاکونه د ولسمشر په حکم دولتي کارکوونکو ته ورکړل شوي وو، د خلکو ملکیت دی او باید بېرته ترې وانهخیستل شي.
د څارندوی د بلاکونو یو بل اوسېدونکی بیا وایي، ورور یې له اپارتمان څخه د وتلو خبرداریو په اړه د طالبانو له جنګیالو سره لفظي شخړه کړې وه او هغه یې بیا له وهلو او ټکولو وروسته حوزې ته وړی و او درې شپې ورسره بندي و.
دی وایي چې وروسته له هغې د سپینږیرو په منځګړیتوب خوشې شو او اوس مهال هم دوی د طالب جنګیالو او په سیمه کې د موظف طالبانو لهخوا ګواښل کېږي.
«دا ډول چند د حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي»
د حقوقي چارو پوه عبدالمالک صافي هم وایي، حکومتونه حق لري چې خلکو ته مادي او معنوي امتیازونه ورکړي، خو د حکومت په بدلېدو سره څوک حق نه لري چې هغه بېرته ترې واخلي.
دی وایي چې ممکن ځینو کسانو یا ځینو ادارو د څارندوی بلاکونو اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی وي، خو په لوړه کچه باید د دغه ډول خپلسریو مخه ونیول شي.
د ده په خبره، دغه ډول کړنې او چلند د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.