خبرونهعجایبنړۍ

۵۹ کلن ډاکټر ذاکر نایک د بانجي جمپینګ په کولو سره ټول حیران کړل

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

نامتو نړیوال اسلامي عالم او مبلغ ډاکټر ذاکر نایک په ۵۹ کلنۍ کې عمر کې د بانجي جمپینګ (Bungee Jumping) په کولو سره خپل مینه‌وال یو ځل بیا حیران کړل. 

ډاکټر ذاکر نایک چې دا مهال په اندونیزیا کې دی، د بانجي جمپینګ، کلیف جمپینګ او واټر سلایډینګ په ګډون بېلا بېلې تجربې ترسره کوي.

ډاکټر ذاکر نایک د اندونیزیا د سفر پر مهال د بانجي جمپینګ تجربه وکړه او په بالي ساحل کې یې له ۴۳۰ فوټه لوړوالي څخه بانجي جمپینګ وکړ. 

هغه دا تجربه په خپلو رسمي ټولنیزو رسنیو اکاونټونو کې شریکه کړې. 

له دې پرته، ډاکټر ذاکر نایک په بالي کې د کلیف جمپینګ او واټر سلایډینګ تجربې هم وکړې او پوره خوند یې ترې واخیست. 

تر دې مخکې هغه تېر کال په یوګانډا کې له ۱۶۵ فوټه لوړوالي څخه بانجي جمپینګ کړی و. 

بانجي جمپینګ څه دی؟

دا یوه ساہسي تجربه ده چې په کې یو کس د یوې قوي او انعطاف‌منونکې رسی سره تړل کېږي او له لوړ ځای څخه ټوپ وهي. 

دا ځای عموماً یو پل، ودانۍ یا د غره سر دی. کله چې کس لاندې لوېږي، رسۍ تنګېږي او د هغه سرعت کموي، بیا یې بېرته پورته اچوي، چې له امله یې د جھولې په څېر اثر رامنځته کېږي.