
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د جرمني د فوټبال کلب فورټونا ډسلډورف د فلسطینیانو پر ضد د پارونکو بیانونو له امله له اسرائیلي فوټبالر شون ویسمین سره د تړون نه کولو پریکړه وکړه.
د جرمني د دویمې درجې فوټبال کلب فورټونا ډسلډورف اعلان وکړ چې د شون ویسمین له لوري په ټولنیزو رسنیو کې د فلسطینیانو پر ضد ورکړل شوي جنجالي او پارونکي پيغامونو له امله له هغه سره تړون نه کوي.
دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د کلب مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې یوه آنلاین عریضه پیل کړه او د ویسمین د تېرو بیاناتو پر بنسټ یې له کلب څخه وغوښتل چې له هغه سره تړون ونه کړي.
مینه والو ویلي وو چې له ویسمین سره تړون به د کلب او د هغه د مینه والو شهرت ته زیان ورسوي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې ویسمین په ټولنیزو رسنیو کې د غزې د نقشې څخه د لیرې کولو په ملاتړ پوسټونه لايک او شریک کړي وو.
په یوه بل پوسټ کې، ویسمین د دوو فلسطیني بندیانو د انځور په اړه تبصره کړې وه او ویلي وو چې ولې د دوی په سر په ګولۍ نه ویشتل کیږي؟