افغانستانخبرونهلوبې

د پاکستان او افغانستان لوبې؛ شارجه کې د دواړو لوبډلو مینوالو ته جلا ځایونه جوړیږي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د متحد عربي اماراتو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ سیالیو پر مهال به د دواړو لوبډلو مینوالو ته ځآنګړي او جلا ځایونه جوړ شي.

د شارجې کرکټ لوبغالي ادارې پریکړه کړې چې د درې اړخیزه ټورنمنټ لپاره به د پاکستان او افغانستان مینه والو لپاره جلا جلا ځایونه وټاکی.

دا ګام د مینوالو ترمنځ د اختلافاتو او د هغوی ترمنځ د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.

د دغه پرېکړې له مخې؛ ته لوبغالي ته د مینوالو د راتګ او بیرته ستنیدو پر مهال به هم ورته جلا لارې جوړې شي.

د یادونې وړده، چې د درې اړخیزه شل اوریزو لوبو لړۍ به د اګست په ۲۹مه پیل او د سپټمبر تر ۷مې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ به لوبه د اګست په ۲۹مه ترسره شي.