
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې په بېلا بېلو سیمو د اسرائیلو تازه بریدونو کې د ۵۱ هغه کسانو په ګډون چې د خوړو تر لاسه کولو په موخه ولاړ و، ۷۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ د تیرو ۲۲ میاشتو راهیسې پر غزه د روانې جګړې په ترڅ کې د اسرائیلي پوځ د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر له ۶۱ زرو څخه اوښتی.
دغه راز په دغه بریدونو کې ۱۵۰ زره ۶۷۱ کسان ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې په غزه کې د خوړو د کمښت له امله ۸ نور فلسطینیان مړه شوي دي، چې په دې سره د لوږې له امله د مړو شویو فلسطینیانو شمېر د ۹۴ ماشومانو په ګډون ۱۸۸ تنو ته ورسید.
د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې په وینا، هره ورځ ۲۸ ماشومان د بمباریو او مرستو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.