
کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان وايي چې د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع له وزیر پیټ هیګسیت سره يې د سیمه ییز او نړیوال امنیت او ثبات د ودې لپاره د هڅو په اړه خبرې وکړې.
شهزاده خالد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا ټلیفوني خبرې پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته ترسره شوي دي.
هغه یادونه کړې چې په دغو خبرو کې د سیمه ییز او نړیوال امنیت ترڅنګ په امنیتي او دفاعي برخه کې د دوو اړخیزو اړیکو او همکاريو په تړاو هم خبرې شوي چې دواړو خواوو د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.