افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر: علما دې خلک د ږیرې پرېښودو او لنګوټي تړلو ته وهڅوي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده، د قندهار په یوه غونډه کې له دیني عالمانو غوښتي چې خلک دې د پیغمبر اسلام (ص) سنتونو ته وهڅوي، چې پکې د ږیرې پرېښودل او د لنګوټي (عمامې) تړل شامل دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې هبت‌الله دا څرګندونې نن (پنجشنبه، ۱۶ اسد) د قندهار ښار د سیمو له دیني عالمانو او د جوماتونو له خطیبانو سره په ناسته کې کړې دي.

طالب مشر ویلي، دیني علما دې خلکو ته توصیه وکړي چې خپل ظاهر او باطن د «شرعي احکامو» مطابق جوړ کړي، او خپل ځان او کورنۍ دې له هغو چارو وساتي چې د شریعت خلاف وي.

هغه زیاته کړې چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د یوه اسلامي نظام او مسلمانانو لپاره یو “مهم او مقدس مسؤلیت” دی، او هغه ټولنه چې پکې دا اصل موجود نه وي، له فساده او الهي عذابه سره مخ کېدای شي.

طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» لپاره یو ځانګړی قانون جوړ کړی چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده تصویب کړی دی.

د دې قانون له مخې، د ږیرې خرییېدل منع اعلان شوي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.