
کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
مصر له اسرائیلو سره د ۳۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت تر ټولو لوی سوداګریز تړون لاسلیک کړی.
دا تړون د اسرائیلو په تاریخ کې تر ټولو لوی تړون بلل شوی دی.
اسرائیلو د مصر سره د ۳۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګازو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې تر ۲۰۴۰ پورې مصر ته نږدې ۱۳۰ ارب مکعب متره (BCM) طبیعي ګاز ورکړل شي.
دا تړون د مصر د بلو اوشن انرژۍ شرکت سره لاسلیک شوی، چې د پخواني تړون پراخوالی ښيي او د سیمې د انرژۍ په همکارۍ او د اسرائیل د کورنیو انرژۍ اړتیاو د لسیزو لپاره خوندي کولو لپاره مهم ګام بلل کیږي.
نیومډ (NewMed)، چې د لیویاتھن شراکت رهبري کوي، دا تړون د اسرائیل د ګازو د زیرمو موندنې وروسته تر ټولو مهمه پرمختيا بللې ده.