خبرونهنړۍ

امریکا: د ۲۸ کلنې امیندوارې ښځې مړی د پلاستیک له ډرم نه وموندل شو

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د اوهایو ایالت په جکسن ښار کې د یوې ۲۸ کلنې امیندوارې ښځې مړی د پلاستیک له یوه ډرم نه وموندل شو، چې پولیسو یې په تړاو دوه تنه شکمن کسان نیولي.

ځايي رسنیو په وینا، د اګست په ۷مه دوه پلي سفر کوونکو د فورټ انتوني سړک په شاوخوا کې له یوه ډرم نه بد بوی حس کړ او پولیسو ته یې خبر ورکړ.

په ډرم کې د برټني فر اسټورمز مړی و، چې په ترپال کې پوښل شوی و.

د پوسټ مارټم راپور ښيي چې مقتوله امیندواره وه.

د تفتیش پر مهال پولیسو وموندله چې مقتولې وروستۍ ملاقات د جیمز روتر بش او ریکي جې شیفرډ په نومونو دوه کسانو سره کړی و.

د روتر بش په کور د پولیسو د عملیاتو پر مهال د وینې داغونه، ترپال او هغه تولیې وموندل شوې چې د مړي سره تړل شوې وې.

نیول شویو کسانو منلې چې ښځه د مشکوک حالاتو له امله په کور کې مړه شوې وه او مړی یې څو ورځې په تشناب کې ساتلی و، خو وروسته یې په پلاستیکي ډرم کې تر اچونې وروسته د سړک پر غاړه وغورځآوه.

شیفرډ پولیسو ته ویلي، برټني د نشه يي توکو د زیات استعمال له امله مړه شوې او یوه اوونۍ وروسته یې مړی لرې کړ.