افغانستانخبرونه

افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له اوو هېوادونو سره وصل دی

کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيالي وايي چې افغانستان اوسمهال د اوسپنې پټلۍ له لارې اوو هېوادونو سره وصل شوی دی.

د سوداګرۍ د کچې لوړېدل، د سوداګریزو توکو انتقالاتو کې چټکتیا او د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان له موقعیت او جغرافیې څخه د لازمې ګټې اخېستل د اوسپنې پټلۍ د پراختیا عوامل په ګوته شوي دي.

اوسمهال افغانستان حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې له ازبکستان، د اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ترکمنستان او خاواک اوسپنې پټلۍ له لارې ایران هېوادونو سره په مستقیم ډول او په غیر مستقیم ډول چین، روسیې، ترکیې او قزاقستان هېوادونو سره وصل دی.

هره اوونۍ د دغو پټلیو له لارې له سل مټرېک ټنه څخه زیات انتقالات کېږي.