افغانستانخبرونه

جلال اباد ښار کې يو ځوان د برېښنا شارټۍ له امله مړ شوی

کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې یو ځوان د برېښنا د شارټۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي سرچینو کابل ټيلیګراف ته ويلي چې د عمران الله په نوم دغه ځوان تیر ماښام د جلال اباد ښار د قصابانو کوڅې ترڅنګ د برېښنا نیونې امله مړ شوی دی.

د پېښې يو عیني شاهد وايي، کله چې دغه ځوان برېښنا ونیوه، ځايي خلکو او کورنۍ يې هڅه وکړه چې روغتون ته يې ژر ورسوي خو د برېښنا د شدت ډېروالي له امله يې ژوند له لاسه ورکړ.