خبرونهنړۍ

د مغل بادشاه همایون د مقبرې نږدې د چت پریوتو پېښه کې ۵ تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند پلازمینې دهلي کې د مغل بادشاه همایون د مقبرې نږدې د درګاه یا یو مزار د چت غورځېدو پېښه کې پنځه تنه مړه شوي.

دا درګاه د ۱۶مې پېړۍ د حضرت نظام الدین اولیا مزار کې موقعیت لري، په دغه مزار کې د مغل بادشاه همایون مقبره هم شتون لري. 

عیني شاهدانو ویلي، د درګاه یوه برخه چت نړېدلی، چې د حاضر شل کسانو څخه پنځه تنه مړه شوي.

ځایي خلکو ویلي، د درګاه چت شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ کاله زوړ و.