
کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په سمنګان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او یو بل ټپي شوی دی.
په یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د دې ولایت د ایبک ښار د آقمزار کلي په اړوندو سیمو کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله موټرسایکل چلوونکی ټپي شوی او مېرمن یې مړه شوې ده.
د دې دفتر د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه نن (شنبې) سهار ۱۱ بجې د یوه فلډر موټر او یوه موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.