اسلام اباد کې د طالبانو ضد جوړېدونکې غونډې ته غبرګونونه

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې پخواني افغان الاصله امریکايي ديپلومات زلمي خلیلزاد په نږدې راتلونکي کې په پاکستان کې د طالبانو ضد پخوانيو جهادي او سیاسي مشرانو د جوړېدو څخه پرده پورته کړه، دغه جوړېدونکې ناسته، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه.
که څه هم تر اوسه ددغې غونډې اجنډا روښانه نه ده؛ خو ځينې شنونکي په دې باور دي چې پاکستان هڅه کوي له دغې لارې پر طالبانو فشار راوړي او خپلې غوښتنې پرې ومني خو ځينې په دې باور دي چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز امریکا ته په خپلو وروستيو سفرونو کې په سیمه کې د نوې لوبې د پيلېدو پروژه راوړې او دا يې لومړني ګامونه دي.

پخواني امریکايي ديپلومات زلمي خلیلزاد پرون د شنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې ټاکل شوې د اګست په ۲۵ او ۲۶ نېټه پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت مخالفو سیاسي او مذهبي مشرانو په ګډون غونډه جوړه کړي.
هغه ويلي، د طالبانو د حکومت سیاسي مخالفین د نظر او راغونډېو حق لري خو د پاکستان په کوربتوب د داسې يوې غونډې جوړېده، د هغه په وینا ناسمه پرېکړه ده.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال
د تېر جمهوري نظام د پخواني ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح که څه هم ځان ملي ګرا ګڼي او لکه د نورو تاجکو په څېر د تاجکېزم ښکاره سنګر نه نیسي خو ځينو مسایلو کې خپل اصلیت څرګند کړي او وښايي چې هېڅ تاجک د تعصب له مخې ځان ته د افغان په سترګه نه ګوري.

نوموړي د خلیلزاد دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي چې خلیزاد دا چاره د خپل قومي مخینې له مخې کړې او هغه که هر څومره لوړ مقام ته ورسېږي خو قومي تعصب لري.
دی په دې باور دی چې له طالبانو سره د خلیلزاد همدردي د قومیت له مخې ده؛ ځکه خلیلزاد اصلاً افغان دی، د لغمان دی او پښتون دی.
په تېر جمهوري نظام کې د چارو د ادارې پخوانی رییس
په تېر جمهوري نظام کې د چارو د ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وايي، واشنګټن ته د عاصم منیر دوه پرلهپسې وروستي سفرونه د نوو نیابتي ستراتېژیکو بمونو د بازارموندنې په موخه ترسره شول.

هغه زیاته کړه، اوس د دغه بازار لپاره د سوداګریزو موادو د تولید بهیر پیل شوی دی، او د همدې میاشتې په پای کې به د دغو توکو لومړنی نندارتون په اسلاماباد کې پرانیستل شي.
د کډوالو په چارو کې د تېر نظام د دولت وزیر
د کډوالو په چارو کې د تېر نظام د دولت وزیر نور رحمان اخلاقی، د زلمی خلیلزاد د وروستيو څرګندونو په اړه وايي، د هغه څه چې طالبان او خلیلزاد يې اندېښمن کړي، د هېواد د ښځو او نارینه وو د مقاومت غږ دی چې د «طالباني استبداد» پر خلاف راپورته شوی دی.

دی وایي، په داسې حال کې چې زلمی خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط او طالبانو ته د افغانستان د سپارلو برخه کې تورن دی دا تاریخي فاجعه او دروند مسوولیت ور ترغاړې دی؛ خو هغه اوس په اسلام اباد کې د ی سیاسي، مدني او بشر حقونو د رامنځته کېدو لپاره یو حرکت هم نه شي زغملی.
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق
د تېر جمهوري نظام سیاسي څېره او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ادعا کوي چې پخوانی افغان الاصلا امریکايي ډيپلومات زلمی خلیلزاد د ټولو هغو هڅو مخالفت کوي چې د طالبانو د مخالفينو له لوري د دغې ډلې پر ضد ترسره کېږي.

نوموړي تور پورې کړی چې زلمی خلیزاد افغانستان د اوسنيو ګډوډيو او وضعیت اصلی لامل دی او په تېرو کلونو کې د هدفي وژنو او ګډوډيو مسوول هم خلیزاد دی.
محمد محقق پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ((زلمی خلیلزاد او د هغه یهودي الاصله مېرمن شرل بنات پر افغانستان د واکمنو طالبانو څخه غېري منطقي ملاتړ کوي او د بیان د ازادۍ او ډېموکراسۍ خلاف دريځونه نیسي، چې د خلکو لپاره د حیرانتیا وړ دي.))
تېرجمهوري نظام کې د میدان وردک پخوانی والي
په تېرجمهوري نظام کې د میدان وردک پخوانی والي حلیم فدايي وايي، کله چې طالبان له هېڅ مخالف لوري سره د هېڅ ډول خبرو لپاره نه اماده کېږي، خپل د انحصار او استبداد سیاست نه بدلوي، له ملا پرته هېڅ افغان ته د عزت په سترګه نه ګوري او د هېڅ ډول سیاسي او مدني حقونو څخه برخمن نه کېږي، نو د دې همدا نتیجه راوځي چې د طالب د نظامي او سیاسي مخالفینو لپاره مناسب او مؤثر ځایونه پاکستان او ایران دي.

دی وايي، هرکله چې افغان مخالفینو ته د جګړې او مبارزې لپاره عقبي سنګرونه او سیمهییز ملاتړ پیدا شي، بیا به هر ډول کمزوری مخالف هم ډېر قوي حکومت ته لوی سردرد جوړ کړي.
سیاسي شنونکی واحد فقیري
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقيري وايي که څه هم د پاکستان له لوري د دغې غونډې جوړېدل، د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه ده خو د طالبانو کمزوري سیاست او حکومتولۍ ګاونډيانو ته د لاسوهنې زمینه برابره کړې ده.
سیاسي شنونکی او خبریال میرویس افغان
افغان خبریال او سیاسي شنونکی میرویس افغان وايي، پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې یوې بلې کورنۍ جګړې ته لار پرانېزي.
دی زیاتوي، شریر ګاونډی له اقتصادي اړخه د ډیواله کېدو پر څوکه ولاړ دی؛ او علت یې په افغانستان کې د جګړې خاتمه ده؛ د پاکستان اقتصاد له ۵ پنځو لسیزو د افغانستان پر جګړه ولاړ وو؛ خو داځل له افغانستان نه مذهبي جګړه پاکستان ته کډه شوې ده. د کابل په غونډه کې له ټي ټي پي سره مذاکرات او د پاکستان د مخالفینو د له منځه وړلو پر سر بحث او خبرې د چین تر مشري او څار لاندي کېږي.