
کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د کندهار ولایت څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د انځرو صادرات پیل شول.
په یاد ولایت کې د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي، د کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انځر صادراتو لړۍ پیل شوې او په لومړي پړاو کې ۱۰۰ ټنه انځر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، سږ کال په کندهار کې له ۱۵ زره هکتاره ځمکې څخه انځر راټول شوي، چې دا مقدار د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
هغه نه دي ویلي، چې نورو کومو هېوادونو ته به د کندهار انځر صادر شي.