افغانستانخبرونهکورپاڼه

د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز به د افغانستان لپاره نوي فرصتونه پرانیزي

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) د افغانستان لپاره د پراختیا او سوداګرۍ نوي فرصتونه پرانیزي.

د پاکستان ـ چین د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې (PCJCCI) سرپرست رئيس ظفر اقبال ویلي چې CPEC به د افغانستان لپاره د لوبې بدلون راوړونکی وي، ځکه چې دغه هېواد د سیمې د ترانزیټي سوداګرۍ لپاره یوه مرکزي نقطه ده.

اقبال ټینګار کړی، چې افغانستان نور یو تړلی هېواد نه دی، بلکې د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ په یوه تړلي سوداګریز دهلیز بدل شوی، چې د هېواد په اقتصادي او سوداګریز رول کې د پام وړ بدلون رامنځته کوي.

د نظر خاوندان هم د چین – پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د افغانستان ګډون ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې باید طالبان له دې فرصته هوښیارانه ګټه پورته کړي.

دوی وایي، که له دې فرصته سالمه ګټه واخیستل شي نو له اقتصادي اړخه به افغانستان په ځان بسیا او ژر به په لوی اقتصادي مرکز بدل شي.