
کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
زابل کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، سږ کال د دغه ولایت شاوخوا ۷۰۰ ټنه اشتغ او کشته ترکیې ته صادره شوې.
سرچینې ویلي، چې د نورو وچو مېوو د راټولولو او بسته بندۍ لړۍ هم روانه ده.
د طالبانو د یاد ریاست رئیس مولوي محمد نذیر حمزه زیاته کړې، چې د واګه بندر له تړل کېدو وروسته، د طالبانو حکومت هڅه کوي پر بدیلو لارو صادرات بهرنیو هېوادونو ته ولیږدوي.
نوموړي زیاته کړه، د زابل وچه مېوه د کیفیت له پلوه ځانګړی بازار لري او د بسته بندۍ، پروسس او صادراتو له لارې به د دې ولایت اقتصادي وضعیت نور هم پیاوړی شي.
دغه راز د زابل د وچې مېوې د اتحادیې رئیس عبدالستار کوچی وايي، که د بهرنیو هېوادونو سره د لارو د خلاصون او ویزو ستونزې حل شي، د وچې مېوې تجارت به لا نور پراخ شي.
سوداګر هم خوښ دي چې سږکال د کشتې او اشتغو بازارونه ښه دي او توانیدلي چې سږ کال ۷۰۰ ټنه اشتغ او کشته ترکیې هېواد ته صادر کړي.
زابل د هېواد په سهیل لوېدیځه حوزه کې پروت هغه ولایت دی، چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د ورځني ژوند اړتیاوې پوره کوي.