
کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
په تایلنډ کې د اسیایي سیالیو په لړ کې د افغانستان د بدني ښکلا لوبغاړي نایب مبارز د ۸۵ کیلو ګرامه په وزن کې د خپلو سیالیو په ماتولو سره د برونزو مډال وګاټه
دغه سیالي نن شنبه ترسره شوه، چې په کې مبارز د بدني ښکلا ترڅنګ فټنس برخه کې هم تر نورو بریا خپله کړه.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ځوانانو په برخه کې د هېواد دوو نورو ملي لوبغاړو له دغو سیالیو دوه د برونزو مډالونه تر لاسه کړي وو.
یادو سالیو ته افغان لوبغاړي په خپل لګښت تللي.