
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې د روان کال د اګست په میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول په پراخه کچه زیات شوي دي.
د دې سازمان د راپور له مخې، د اپریل له پیل څخه د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې، له ۵۳ زره او ۲۰۰ څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او بندي شوي دي.
دې کمیشنرۍ زیاته کړې: «د اګست په لومړیو ۲۱ ورځو کې ۴۸۰۰ کسان نیول شوي، چې دا شمېره د جولای میاشتې (۳۴۰۰ کسانو) په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د نیول شویو اکثریت ښځې او ماشومان دي.»
خو لا تر اوسه روښانه نه ده چې له دې کسانو څخه څومره خوشې شوي یا افغانستان ته بېرته لېږل شوي دي.
دا راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې د روان کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه له ۲.۳ میلیونو څخه زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې دا کار پر افغانستان اقتصادي او ټولنیز فشارونه زیات کړي دي.