
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم وايي چې پوه ځوانان باید د فکري جګړې په وړاندې خپل دفاع پیاوړی کړي.
هغه چې د پکتیکا د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د خپل سفر پر مهال ګډون کړی و، ویلي یې دي چې ځوانانو ته به د هغوی د وړتیاوو پر اساس په ادارو کې دندې ورکول کیږي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ځوانان د کار د نشتوالي له امله سرټکوي او ورځ تر بلې د طالبانو په ادارو کې هم د ګوښه کولو لړۍ جریان لري.
د وروستيو موجودو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بیکارۍ کچه، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ، خورا لوړه ده او دغه وضعیت د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي تحولاتو وروسته نور هم خراب شوی دی.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د اپریل د راپور له مخې، په افغانستان کې د بیکارۍ کچه دوه برابره شوې ده او له هر څلورو ځوانانو (د ۱۵ څخه تر ۲۹ کلونو پورې) یو یې بیکاره دی، چې دا د ځوانانو د بیکارۍ کچه شاوخوا ۲۵ سلنه ښایي.
د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک د شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د بیکارۍ شمېر له ۳ میلیونو کسانو څخه اوښتی دی. دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور پر بنسټ، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي له فقر او لوږې سره مخ دي، چې بیکاري یې یو له مهمو لاملونو څخه ده.










