خبرونهکابل ټیلیګرافنړۍ
مکسیکو کې قهرجنو لاریونوالو د اسراییلو سفارت سوزولی

کابل ټیلیګراف – ۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
مکسیکو کې قهرجنو لاریون کوونکو د فلسطینیانو د نسل وژنې او لوږې د جنایتونو په اعتراض کې د مکسیکو پلازمېنه کې د اسراییلو سفارت سوزولی.
پرون یکشنبه د امریکا څو ښارونو په ګډون مکسیکو او استرالیا کې د زرګونه کسانو په لاريونو لاس پورې کړ.
لاریون کوونکو غزه کې د روانې نسل وژنې د درېدو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د ناروې بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، هغه څه چې غزه کې ویني د منلو وړ نه دي او دا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
نوموړي د اسرائیلو بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې هم په کلکه رد کړې، چې اروپا باید د اسرائیلو او حماس ترمنځ انتخاب وکړي.