
کابل ټیلیګراف – ۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰ زره ۲۵۲ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دا اندازه سوداګري د تېرې اسد میاشتې له ۲۴مې تر ۳۰ مې نېټې پورې شوې ده.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حیرتان بندر له لارې ۴۵ زره ۴۲۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۱ زره ۸۷۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹ زره ۳۴۷ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۳ زره ۵۱۱ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۰ زره ۲۵۲ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، چې په دې سوداګرۍ کې یوه برخه صادرات دي، چې په تېره یوه اوونۍکې (۱۲۹) ټنه صادرات شوي، چې معدني ډبرې دي.
خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یاد وزارت د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداگرو ته لا زياتو اسانتياوو د برابرولو هڅې کوي.