افغانستانخبرونه

غزني کې د مسلمانانو لومړنی مسجد بیا ورغول شو

کابل ټیلیګراف – ۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د غزني ولایت په زوړ ښار کې ئې د باباجي په نوم د مسلمانانو لومړنی مسجد تر بیارغولو وروسته ګټنې ته سپارلی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، یاد مسجد د اغا خان بنسټ له خوا په ۱۵۰ زره امریکايي ډالره په ۱۴ میاشتو کې ورغول شو.

دغه مسجد پرون (یک شنبه) ګټې اخستني ته وسپارل شو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، یاد مسجد چې، د مسلمانانو لومړنی مسجد بلل کېږي، د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عثمان (رضي الله عنه) په وخت کې په یاده سیمه کې جوړ شوی وو.

دغه مسجد په دوو منزلونو کې جوړ شوی چې، د مسلمانانو له پاره خورا مذهبي او تاریخي ارزښت لري.