خبرونهسیمه

‏ټول پنجاب ته د مرګونو سېلابونو له امله د خوندیتوب خبرداری ورکړل شوی

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

‏پاکستان په ټول پنجاب کې د مرګونو سېلابونو له امله د خوندیتوب خبرداري ورکړی دی.

دا خبرداري د شدیدو موسمي ورښتونو سربېره، وروسته له هغې ورکول کېږي، چې هند پاکستان ته دوه ځله خبرداری ورکړ، چې د ډک شویو بندونو اوبه پرې ورخوشې کوي.

پاکستان وايي، هند د تین بند ټولې دروازې پرانیستې دي او د دغه هېواد پنجاب ایالت چې د ۲۴۰ میلیونو وګړو نیمايي یې پکې اوسېږي، تر سختو ګواښونو لاندې دی.

هند د مادهوپور بند د اوبو ورخوشې کولو خبرداری هم ورکړی دی.

د پاکستان ناورین مدیریت ادارې ویلي، چې تر اوسه سلګونه زرو کسانو ته د خپلو مېنو د تخلیې امر شوی او یو شمېر سیمو کې یې جبري ایستنې هم پیل کړې دي.

یو هندي چارواکي رویټرز ته ویلي، د اوبو د خوشې کولو خبرداري د «انساني خواخوږۍ له مخې» پاکستان سره شریک شوی، ځکه هند هم د سختو بارانونو له امله له ورته ستونزو سره مخ دی.

اپریل کې د پاکستان او هند له درې ورځنۍ جګړې وروسته هند پر پاکستان د خپلو بندونو او سیندنو اوبه وتړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اوبو وېش تړون وځنډاوه.

د وروستیو معلوماتو له مخې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې له جون راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله له ۸۰۰ زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ژوبل او بې ځایه شوي دي.