افغانستانخبرونه

یو وار بیا د پاکستان ۱۰۵ ټنه ګنده جوار ور وګرځول شوي

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار کې د طالبانو مسوولین وايي چې په تورخم کې یو وار بیا ۱۰۵ ټنه ګنده او خراب شوي جوار بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دا ګنده شوي جوار د دوی له لوري تر کتنې وروسته مسترد شوي دي.

څه موده مخکې هم په تورخم کې ۳۵ ټنه خوسا او بې‌کیفیته جوار بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي وو.
ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس، مولوي محمد ولي محسن ټولو سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې، هېواد ته ښه او باکیفیته توکي وارد کړي.

نوموړي ګوتڅنډنه کړې، که چیرته په راتلونکی کې هر شرکت بې کیفیته محصولات وارد کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي وو چې د تورخم بندر له لارې هره ورځ لسګونه موټره تازه میوه، سبزي، غلي داني، حیواني او نباتي درمل او ګڼ نور مواد صادر او واردیږي، چې په تورخم کې د کرنې ریاست د قرنطین مدیریت تر څار لاندې هېواد ته داخلیږي او خراب محصول ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.