
کابل ټیلیګراف –۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د منیاپولس ښار په یوه کاتولیک ښوونځي کې د ډزو له امله دوه زدهکوونکي وژل شوي او د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
برید کوونکي د ډزو وروسته ځان هم وژلی دی.
پولیس وايي، وژل شوي ماشومان ۸ او ۱۰ کلن وو.
د ټپیانو له ډلې دوه ماشومان په نازک حالت کې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ایف بي ای دا پېښه په جدي ډول پلټي.
په امریکا کې په وروستیو کلونو کې د وسله والو ډزو پېښې زیاتې شوي.
دا پېښې اکثریت په عامه ځایونو لکه ښوونځیو او شرابخانو کې رامنځته شوي، چې په زرګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.