افغانستانخبرونه

طالبانو د پاکستان د نوم له اخستو پرته په ننګرهار کې ډرون بریدونه تائید کړل

کابل ټیلیګراف –۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار کې ځایي طالب مشرانو پرته له دې چې د پاکستان نوم ذکر کړي په دغه ولایت کې د پاکستان پوځ لخوا ترسره شوې ډرون حملې تاید کړې.
طالبانو ویلي، چې د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ اړوند ۲۸ مې ويالې سيمه کې تېره شپه د شهسوار په نوم د يو بېوزله ملکي وګړي په کور دوه ډرون حملې شوي چې له امله يې درې ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي، ټپيان امنيتي مسئولينو روغتون ته لېږدولي چې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

طالبانو ویلي، دغه کورنۍ چې هيڅ ډلې سره تړاو نه لري په پېښه کې يې د کور درې خونې هم ویجاړې شوي دي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی پر يادې پېښې خواشيني ښودلې روغتيايي مسئولينو ته يې د ټپيانو په ښې درملنې سپارښتنه کړې.

نوموړی د پاکستان د نوم له اخستو پرته ویلي، چې افغانستان د سولې او ثبات غوښتونکی، د ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو پلوی او په نړیوالو چارو کې بې‌ طرفه دریځ لرونکی موقف لري او دا ډول کړنې به د سيمې ثبات اغيزمن کړي.
پر افغانستان د طالب وسله والې ډلې تر حاکمیدو وروسته پاکستان په ځلونو د افغانستان پر مختلفو ولایتونو هوايي بریدونه کړي‌ او ملکي وګړو ته یې درانه تلفات اړولي.