افغانستانخبرونه

هند: د طالبانو پر وړاندې د فشار سیاست نتیجې نه ورکوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي پرفاتانيني هاريش په يوه مهم غونډه کې د افغانستان په اړه ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې د فشار او سزا ورکولو سياست تر اوسه خپلې موخې ته نه دي رسېدلې.

هغه ټيګار وکړ چې نړيواله ټولنه بايد د طالبانو د مثبتو ګامونو لپاره انعامونه ورکړي او د هغوی د ناسمو سياستونو د اصلاح لپاره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د هند لومړنۍ لومړيتوب د افغانستان امن او ثبات دی.

د “د ټايمز آف انډيا” د خبر له مخې؛ هاریش ویلي، نړيواله ټولنه بايد هڅې وکړي چې د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل شوي ترهګر ډلې لکه لشکر طيبه او جيش محمد، چې د پاکستان له خوا یې ملاتړ کیږي، د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره ونه کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امنیت شورا مخکښ غړی امريکا د طالبانو څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه کوي.