افغانستانخبرونهنړۍ

ملګري ملتونو او جاپان ختیځ کې د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د هېواد په ختیځو ولایتونو د تېرې شپې زلزلې له امله خواشیني ښودلې او د پېښې له قربانیانو سره یې غمرازي کړې ده.

دغې استازولۍ ویلي چې مرستندویه ډلې یې سیمې ته رسیدلي او دمګړۍ بېړنۍ مرستې رسوي.

بل لورته بیا د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا هم د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او کورنیو ته تسلیت ویلی دی.

ختیځ ننګرهار، کونړ او لغمان کې تېره شدیده مرګونې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

یوازې ننګرهار کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله لس تنه مړه او ۲۵۰ تنه ژوبل شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولانو ویلي، چې په مړو کې  نهه تنه د دره نور ولسوالۍ او یو بل د ښار اړوند سیمه کې خپل ژوند بایللی دی.
د مسوولینو په وینا دغه ارقام وروستي نه دي او ښایي د مرګ – ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

اخوا بیا له کونړه تازه معلومات دا دي، چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام تر ۳۰۰۰ زرو ورسېده او لا هم وروستي نه دي.

سمیه‌ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په کونړ ولایت کې د تېرې شپې له امله د مړو شمېر ۷۰۰ تنو ته ورسېد او ویل کېږي چې له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، لاهم د یو شمېر لرو سیمو د مرګ‌ژوبلې شمېرې شریکې شوې نه دي او ښايي تلفات تر دې نور هم پورته شي.

تېره شپه د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان هېوادونو ځینې سیمې ولړزولې.

لاهم په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې دزلزلې ټکانونه حس کېږي.

طالبان وایي، زلزله ځپلو سیمو ته د بېړنیو مرستو د رسولو هڅې ګړندۍ روانې دي او پر مرستندویه ادارو هم غږ کوي چې خپلې مرستې ونه سپموي.