
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي په افغانستان کې د زلزلې او مرګ ژوبلې له امله ژور خپګان ښودلی او د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ یې په دې «سخت وخت» کې د زلزلې له امله د قربانيانو کورنیو او ټپیانو ته تسلیت ویلی دی.
هغه زیاته کړې ده، چې د هند حکومت چمتو دی، چې له اغېزمنو افغانانو سره هر ډول ممکنه بشري مرستې وکړي.
اخوا بیا د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله د پاکستان د خلکو او حکومت په استازیتوب ژور خپګان څرګند کړی دی.
شهباز شریف د دغې زلزلې له امله چې د پاکستان په ځینو سیمو کې هم محسوس شوې ده، د افغان قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او تسلیت یې وړاندې کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې په دې د «غم شېبو» کې له افغانانو سره ولاړ دي او د پاکستان د حکومت د هر ډول ممکنه مرستو د برابرولو د چمتووالی ډاډ یې ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي هم د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.
بقايي د ایران د حکومت له ادرسه په هېواد کې د مرګونې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او تسلیت یې وړاندې کړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره د هر ډول مرستو او همکاریو لپاره چمتووالی لري، څو د اغېزمنو خلکو ژغورنه او مرسته کې لاسنیوی وشي.
کابل کې د ایران سفارت هم د دغه هېواد د ولسمشر، مسعود پزشکیان له قوله په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ، کونړ، ننګرهار او لغمان کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله ۸۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
کوم ولایت تر دې دمه څومره تلفات لري:
کونړ:
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په کونړ ولایت کې ۸۰۰ تنه مړه شوي اودغه راز ۲۵۰۰ تنه ټپيان شوي دي.
نوموړی د پېښو محل نورګل ولسوالي، څوکۍ ولسوالۍ، وټپور ولسوالۍ،ماڼوګي ولسوالۍ اوچپه دره. د مجاهد په وینا د نورګل ولسوالۍ مزار دره سیمه کې مرستندویه ټیمونه رسېدلي خو لا د اوښتې مرګ ژوبلې راپور نه دی شریک شوی او په خبره یې ښایي تلفات زیات شي.
ننګرهار:
ذبیح الله مجاهد وایي په ننګرهار کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۲۵۵ تنه ټپیان شوي دي، چې د پېښې محل د دې ولایت دره نور ولسوالي ښودل شوې ده.
لغمان:
مجاهد زیاتوي، چې په لغمان کې څوک مړه شوي نه دي خو په خبره یې ۵۸ تنه په الینګار ولسوالۍ کې ټپيان شوي دي. او ترڅنګ یې په زیات شمېر کورونه هم ړنګ شوي دي.
تېره شپه د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان هېوادونو ځینې سیمې ولړزولې.
د دغې زلزلې مرکز د لغمان ولایت الینګار ولسوالي او د ځمکې لاندې ۲۳ کیلو مټري ښودل شوې.
طالبان وایي تلفات لا هم وروستي نه او ښایي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.