
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د مرستیال وزیر، صدراعظم عثماني په مشرۍ د ټیکا په رسمي بلنه ترکیې ته ولاړ.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په پلاوي کې د طالبانو د کرنیزو څېړنو لوی رییس، د وزارت د دفتر رییس، حقوقي سلاکار او تخنیکي ټیم هم شامل دي.
طالبانو د دغه سفر موخه د کرنیزو څېړنو مرکزونو لیدنه او د دواړو هېوادونو د متخصصینو ترمنځ د نظرونو تبادله یاده کړې ده.
دوی وایي، دغه سفر کولی شي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنیزو څېړنو، تجربو شریکولو او د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره د نوو همکاریو زمینه برابره کړي.