افغان پیغله نازنین مومند د بندیزونو سره سره بیا هم د ژوند کولو هڅه کوي

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام له سقوط سره د ډېرو خلکو کاروبارونو هم زیان ولېد. ځیني واړه – غټ کاروبارونه په ټپه ودرېدل او ځینې یې په بشپړه توګه له منځه ولاړل. په دې برخه کې ښځینه زیاتې متاثره شوې او درنده بیه یې پرې کړه. خو ځینې ښځې بیا شته چې تسلیم نشوې فرصتونه یې پیدا کړل. یوه له هغو نازنین مومند ده.
د ۲۰۲۱ کال پر مهال تر سیاسي تحول وروسته، ډېری ښځې او نارینه د یوې موسسې یا شخصي ادارې دندې ته سترګې پر لار پاتې وې. ښځو ته د بندیزونو له لګېدو سره، ګڼ شمېر ښځې یا له هېواده ووتلې یا یې په کورونو کې له ګټې وټې پرته کېناستې.
خو د نازنین مومند کیسه له دغو تورو کرښو بیله ده.

نازنین، چې د اقتصاد له پوهنځي فارغه ده، له دندې تر محرومېدو وروسته یې له نا امیدۍ سره مقابله وکړه، لاس تر زنې کینناسته، بلکې د جامه زیب په نوم یې د ښځو دودیزو جامو انلاین کاروبار پیل کړ. هغه وایي د کاروبار د پیل لپاره یې خپلې ګاڼې خرڅې کړې، او یوازې د ۵۰۰۰ افغانیو له پانګونې سره یې دا سفر پیل کړ، چې نن یې د همدې کوچني کاروبار سرمایوي ارزښت څو چنده لوړ شوی دی.
نازنین وایي، د پیل پر مهال یې خپله کورنۍ هم ورسره مخالفه وه، او ورته ویل کېدل چې هاغه شته لږې-ډېرې پیسې به هم له لاسه ورکړي. خو نازنین هوډ له لاسه ورنکړ. وایي په دې برخه کې یې تصمیم ځکه پرېکنده وو، چې په خبره یې پوهېده، دا یې کولی شي.
اوس، نازنین نه یوازې دا چې د خپل کاروبار دودیز توکي افغانستان کې پلوري، بلکې د نړۍ بېلا-بېلو هیوادونو ته یې هم رسوي. وایي، دا مهال له شپږو ښځو سره یوځای لس کسان ورسره کار کوي. او په ویاړ دا خبره کوي، چې یوه افغانه نجلۍ ده او د خپل کوره یې کاروبار پراخ کړی دی.

د دې په خبره که اراده قوي وي، له صفر تر بریا رسیدل شوني دي.
نازنین وایي، باور لري چې انسان باید له شته فرصتونو ګټه پورته کړي، او د خلکو منفي نظرونو ته هیڅ غوږ نشي. هغې د خپلو ټولګیوالو لپاره حتی یو کاروباري پلان هم جوړ کړ، خو زیاتوي چې هغوی د تاوان له وېرې کاروبار پیل نه کړ.
د نازنین ورور، چې د کاروبار په پیل کې یې سخت مخالف و، اوس ویاړي. وایي، د خپلې خور د بریا له لیدو سره، پوه شو چې کله یوه ښځه پر ځان باور ولري، نو ناممکن هم ممکن کیږي. هغه زیاتوي چې نازنین اوس د کور د لګښتونو یوه لویه برخه پر غاړه لري.
د نازنین نژدې ملګرې فاطمه صمیمي وایي، نازنین یوه زړوره، هوښیاره او پر ځان باوري نجلۍ ده، چې همدې ځانګړنو هغه بریالۍ کړې ده.
د کوچنیو کاروبارونو متخصص او د پوهنتون استاد امین ستانکزی وایي په کاروبار کې تر ټولو مهمه برخه تصیمیم او پر ځان باور دی چې هر کاروباري یې د کار له پیله باید ولري هغه زیاتوي کوچني کاروبارنه تر لویو کارونو ته لاره هواروي ځکه په خبره یې چې کوچني کاروبارونه د لویو کاروبارونو د پیل قدم دی، ستانګزی زیاتوي انسان باید تل مثبت فکره اوسه او د خلکو په منفي خبرو خپل لوي فرصتونه له لاسه ورنکړي.

په داسې حال کې چې زیات خلک له کاروبار تښتي یا بل هېواد ته یې پلانوي، نازنین مومند په همدې محدود چاپېریال کې حوصله ونه بایلله. دا د نورو ښځو لپاره نه یوازې هیله ده، بلکې الهام هم دی.