خبرونهنړۍ

څو امریکایي جنګي کښتیو درنو توغندیو سره وینزویلا په نښه کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي دي چې څو امریکایي جنګي کښتیو درنو توغندیو سره دغه هیواد په نښه کړی دی.

مادورو ټینګار وکړ چې وینزویلا به هیڅکله داسې ګواښونو څخه ویره ونلري او د متحده ایالاتو په وړاندې به له خپلې ارادې او پالیسۍ څخه شاته نه شي.

د وینزویلا ولسمشر متحده ایالاتو سره د مبارزې لپاره په خپل چمتووالي ټینګار وکړ، او وویل چې “ځینې د سویلي امریکا استعماري دورې او تسلط ته د بیرته ستنیدو په لټه کې دي او موږ به دا اجازه ورنکړو.

“هغه زیاته کړه: “د اوسني حالت د پوهیدو لپاره، موږ باید تاریخ ته وګورو. زموږ لاره انقلابي مبارزه، آزادي، خپلواکي او د استعمار په وړاندې مقاومت دی.

هغه وایي، په یو ویشتمه پیړۍ کې د وینزویلا انقلاب ډیر انعطاف منونکی شوی دی، سره له دې چې زموږ په وړاندې له یو دیرش څخه زیاتو هیوادونو سره بندیز او همکاري وه.